د اسرائیلو ګواښ رواني جګړه ده/ صهیونیستان د ایران پر وړاندې د ځان د دفاع توان نه لري

کابل- ایرنا- د عربي نړۍ یوه مشهور او لوړ پوړي شنوونکي ویلي، پر ایران د صهیونیستي رژیم د برید ګواښونه یوازې رواني جګړه ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د عربي نړۍ مشهور شنوونکي رای الیوم ورځپانې مشر عطوان نن سه شنبې د وري ۲۸ مه په خپل انځوریز پیغام کې یو ځل بیا صهیونیستي رژیم ته د ایران نظامي او غاښ ماتونکي ځواب او د سپاه پاسداران د نظامي ځواک ښودنه تاریخي بللې او د دغه علمیاتو وروسته یې په صهیونیسي ناستو کې د هغو له وروستیو ټکانونو پرده پورته کړې ده.

هغه د ایران د پوځی اقدام په ځواب کې د ایران په خاوره د احتمالی برید په اړه د صهیونیستانو ادعا ته په اشارې سره، د صهیونیسټانو د رسنیو دستګاه د رواني جګړې او د فضا د جوړولو وسیله وبلله.

د رای الیوم ورځپاڼی سرمنشی صهیونیسټ رژیم په سیمه کې د یو ځواکمن او نفوذ لرونکي هېواد په توګه د ایران په وړاندې مات شوی رژیم وباله او له صهیونیست رژیم سره د ایران د وروستۍ پوځی مقابلې ترټولو مهمه پیښه د تهران له استفادې پرته مستقیمه مقابله وبلله. 

عطوان زیاته کړه: د ایران د شنبې په شپه عملیاتو ثابته کړه چې اسرائیل (رژیم) هېڅکله د اردن په فضا کې د امریکا، فرانسې او انګلستان په شمول د خپلو کلاسیک متحدینو په شمول د ایران د بالسټیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د مداخلې په مقابل کې د ځان د دفاع توان نه لري.

د عربي نړۍ دغه شنونکي د فلسطین له مسئلې سره د اردن د حکومت خیانت او د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د مخنیوي په هڅه کې د اسرائیلو او د هغه د متحدینو ملګرتیا ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو د متحدینو ۱۶ پوځي اډې شتون لري. د امریکا، فرانسې او بریتانیا په ګډون د اردن په خاوره کې له ایران سره د مقابلې اعلان وکړ.

هغه همداشان په اسرائیلو کې د ټاکل شویو هدفونو په نښه کولو کې د ایرانی توغندیو د چاودیدونکو وسلو د ویجاړونکي ځواک په هکله وویل: که د اسرائیلو اوسیدونکي د دغه ویجاړونکي ځواک ثبت شوې ویډیوګانې وښيي او د ایران د توغندیو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو اندازه دوه برابره شي، په ناواتیم او بله د نیګیف په دښته کې، ۴ ملیونه مېشته اوسېدونکي چې د اسراییلو نیمایي نفوس لري، په پناه ځایونو کې پناه اخلي.

د ایرنا د راپور له مخې د اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو د شنبه په ورځ د وري په ۲۵ مه د «وعده الصادق» عملیاتو د ترسره کولو او د اشغال شویو سیمو او د اسرائیلو د رژیم په مرکزونو د لسګونو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د ویشتلو په هکله یوه بیانیه کې په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ د میزایلو د برید په مقابل کې د تل ابیب د رژیم ته د سزا ورکولو خبر ورکړ.

اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د اسرائیلو دفاعي سیسټم په یوه ساعت کې تر یو میلیارد ډالرو ډېر مصرف کړی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .