AP ۱۴۰۳ وری ۲۸ ۱۰:۰۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85446205
T T
۰ Persons
ایران: د صهیونیستان د بیا ځلي تېروتنې سخت ځواب به ورکړو

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر خبرداری ورکړی چې که چېرې صهیونستانو وغوښتل چې د ایران په خاوره برید وکړي نو تر اول ځواب دروند او سخت ځواب به تر لاسه کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري تېره شپه یوه ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې: صهیونیستانو په دمشق کې په جنایت سره ستره تېروتنه وکړه او د ایران اسلامي جمهوریت د نظامي او دفاعي ځواک د ازموینې لپاره یې مشروعیت برابر کړ، ینې که چېرې زموږ د سفارت په قونسلي برخې برید نه وای کړی دغه شرایط به نه وو برابر شوي.

هغه وویل: د یوې قاعدې په توګه، که چیرې په صهیونیست رژیم کې عقلانیت شتون ولري، صهیونیسټان باید د رهبرۍ دغه تېروتنه تکرار نه کړي، ځکه چې که دوی بله تېروتنه تکرار کړي، سخت، چټک او بیړنی ځواب ر به ولري، دوی به نور ۱۲ ورځې ونه لري، او هغه ځواب چې دوی ترلاسه کوي په ورځو او ساعتونو کې نه اندازه کیږي، مګر په ثانیو کې.

باقري زیاته کړه: کله چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو ګټو او ملي امنیت د ساتلو په خاطر له صهیونیستانو سره د چلند پریکړه وکړه نو د خپلو راتلونکو بدبختیو لپاره یې هم پلان درلود.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال ټینګار وکړ، صهیونیستان باید پوه شي چې کله د ایران په سفارت د برید په غبرګون کې چې زموږ د هېواد په خاوره کې دی، سخت غبرګون وښیی، که غواړي د ایران په خاوره کې سترګې ولري، دوی به ډیر تاوتریخجن ځواب ترلاسه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .