تمه مو وه چې امنیت شورا به د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیلو د تېري غندنه وکړي

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سلوانیا له بهرنیو چارو وزیر سره په تلېفوني اړیکه کې ویلي: تمه مو وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په دمشق کې د ایران په دیپلوماتیک مرکز برید په کلکه وغندي خو امریکا او دوه نورو اروپايي هېوادونه د یوې بیانیې د تصویب مخنیوی وکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان دوشنبې د وري ۲۷ مه د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر تانیافایون سره په تلېفوني اړیکه کې د سیمې په ځانګړې توګه د فلسطین پر اوضاع خبرې اترې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دمشق کې د دغه هېواد په ډیپلوماټیکو ځایونو باندې په حملې سره د صهیونیستي رژیم اقدام د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی حاکمیت تر پښو لاندې کولو په سختو ټکو وغندلو او ویې ویل: موږ تمه لرله چې امنیت شورا دغه تېری وغندل شي خو امریکا او دوه اروپایي هېوادونو د دې تېری د غندلو لپاره لږ تر لږه بیان څرګند نه کړ، نو د دې تېري په ځواب کې زموږ د هېواد لخوا د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې محاسبه شوي عملیات ترسره شول.

په دې خبرو کې د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرې تانیا فاجون هم په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په مخنیوي کې د ایران اسلامي جمهوریت د سیمه ایز رول په اهمیت ټینګار وکړ ویې ویل: په غزه کې د تل پاتې سولې د رامنځته کولو لپاره د سلوانیا هڅې او کوششونه، د بشردوستانه مرستو لیږل به دوام ولري، او سلوانیا باور لري چې په غزه کې د اوربند رامنځته کول په سیمه کې د تاو تریخوالي د کمولو یوازینۍ سمه لار وي.

په پاى کې دواړو لورو په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت او امنیت پر اړتيا ټينګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .