کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن سهار کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي او ورسره دیپلوماتیک پلاوي سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
مولوي عبدالکبیر په دغه لیدنه کې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت تنبیهي اقدام ته په اشارې و ویل: د هغه څه په خلاف چې رسنیو ته ور القا کېږي د ایران اقدام یوه مشروع دفاع وه نه پر صهیونیستي رژیم کوم برید.
هغه په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په اړه و ویل: مسلمان هېوادونه باید هڅه وکړي تر څو په ګډه د غزې د خلکو پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د مخینوي لپاره اقدام وکړي.
د دغې غونډې په پيل کې سيد حسن مرتضوي د صهيونیستي رژيم په خلاف د ايران اسلامي جمهوريت د مجازات اقدام په اړه د افغانستان د سرپرست دولت د دريځ د قدرونې په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت دغه ښکاره او څرګند دريځ د اسلامي امت د هڅونې سرچینه وبلله.
د افغانستان سرپرست دولت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم پر ضد د ایران اسلامی جمهوریت د اقدام په ملاتړ کې دغه اقدام مشروع وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په غزه کې د دغه رژیم د جنایتکارانه اقداماتو مخه ونیسی.
د پیغام پای/
Your Comment