AP ۱۴۰۳ وری ۲۷ ۱۷:۵۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85445602
T T
۰ Persons
د ایران د عملیاتو په پایله کې د اسرایلو ځواکمني له منځه ولاړه

کابل- ایرنا- د پاکستان د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال د صهیونیستي رژیم پر ضد د ایران اسلامي جمهوریت پوځي غبرګون د تهران مشروع حق وباله او ټینګار یې وکړ چې د تهران په دفاعي عملیاتو سره د اسرائیلو دفاعي ځواک له ماتې سره مخ شو.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مرستیال لیاقت بلوچ په لاهور کې له رسنیو سره په خبرو کې د ایران د «وعده الصادق» عملیاتو په غبرګون کې وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د توغندويي او بې پیلوټه الوتکو عملیات په دغه هېواد کې په حقیقت کې د اسراییلو د تېري په وړاندې ځواب دی او دا د ایران مشروع حق دی.»

هغه ټینګیار وکړ: اوس د دې وخت نه دی چې د عملیاتو د پایلو یا د هغې د بریالیتوب په اړه بحث وکړو، بلکې د ایران د دغه مجازات اقدام تر ټولو مهم ټکی د الاقصی طوفان عملیاتو پیل د دویم ځل لپاره د غاصب صهیونېست رژیم ړنګېدل دي.

لیاقت بلوچ د اسلامي نړۍ په قوي یووالي او د بیت المقدس د دفاع لپاره د زړورو ګامونو په اخیستلو باندې په ټینګار سره وویل: داسې ښکاري چې امریکا او انګلستان نور د نتانیاهو د حماقتونو او د هغه د لیونیو اقداماتو د ملاتړ توان نه لري.

هغه زیاته کړه: د نړۍ عامه افکار د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیسټی رژیم له تېریو څخه سخته کرکه لري او د امریکا او انګلستان په خلاف د نړۍ او سیمې د ولسونو دغه کرکه او نفرت نوره هم زیات شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې بیانیې په خپرولو سره د منځنی ختیځ په اوسنیو حالاتو د اندیښنې په څرګندولو سره له ټولو خواو څخه د زغم غوښتنه وکړه او اعلان یې وکړ: اسلام آباد له دې مخکې په دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت په قونسلګرۍ باندې د اسرائیلو د برید د پایلو او خطرونو په هکله خبرداری ورکړی وو. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .