AP ۱۴۰۳ وری ۲۷ ۱۷:۵۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85445593
T T
۰ Persons
ایران: د صهیونیست رژیم پر ضد پوځي اقدام اړین او متناسب و

کابل- ایرنا- د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د صهیونیستي رژیم په ځینو پوځی مرکزونو د برید لپاره د ایران اقدام اړین او متناسب و او پوځی هدفونه یې په نښه کړل.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن دوشنبې د وري ۲۷ مه په تهران کې د یوې خبري ناستې پر مهال د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د ایران وروستی اقدام اړین او مناسب وباله.

ښاغلي کنعاني زیاته کړه: دا له وخته مخکې ده، چې پوه شو چې د امریکا دریځ څه دی او د هغوی د یپلوماتیکو دریځونو په اړه څه ډول شننه کولای شو، خو باید و ووایو: د ایران اسلامي جمهوریت یو امنیت جوړونکی ځواک دی او په دې برخه کې په دمشق کې د صهیونیستي رژیم ځینې پوځي اډې په نښه کول او د هغوی د تېریو او جنایتونو پر ضد اقدام اړین د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مې مادې له مخې د خپل ځان د څخه د دفاع له اصلي حق سره په مطابقت کې دی.

د ایران د بهرنیو چاور وزارت ویاند زیاته کړه، ایران په سیمه کې د کړکېچ د رامنځته کولو په لټه کې نه دی، نړیوالو معیارونو او قوانینو ته پابند دی او تل به د هر تېري کوونکي د مخنیوي او سزا لپاره اقدام وکړي.
 
کنعاني و ویل: تمه ده چې د امریکا په شمول نور هېوادونه به د ایران منطقي او مسؤلانه ځواب ته پام وکړي او د غیر منطقي الفاظو او دریځونو پر ځای به د سیمې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره د ایران د اقداماتو ستاینه وکړي.

هغه په دوام زیاته کړه: صهیونیستي اپارټیډ رژیم د امریکا په بې حده ملاتړ سره د یو تکړه لوبغاړي په توګه د امنیت شورا او د بشري حقوقو د شورا پریکړه لیکونو ته هېڅ پام نه دی کړی او خپلو جنګي جنایتونو او نسل وژنې ته دوام ورکوي.

نوموړي د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا لخوا صهیونیست رژیم ته د وسلو د استولو د مخنیوي په اړه وویل: ایران د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا اقدام مثبت ارزوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت تل د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د هرمز په تنګی کې د تګ راتګ ازادۍ ته ژمن دی او تل یې په دغه چوکاټ کې عمل کړی دی، د هغو معلوماتو له مخې چې زما په لاس کې دي، دا یقیني ده چې نیول شوې بېړۍ د صهیونیسټي رژیم اړونده ده.

نوموړي و ویل: د بېړۍ له خوا له نړيوالو قوانينو څخه د سرغړونې او د ايراني مقاماتو پوښتنې ته د مناسب ځواب د نه شتون له امله دغه بېړۍ ونيول شوه او د اړتيا په صورت کې به نور جزئيات د اړوندو مقاماتو له خوا وړاندې شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: د افسوس ځای دی چې د برېتانیا حکومت د ایران د مشروع اقداماتو د دفاع په وخت کې د صهیونیست رژیم په ښکاره جنایتونو او د دغه رژیم د کړکېچ او ګواښونکو اقداماتو په وړاندې سترګې پټوي. 
هغه د ګروسي د غیر مسلکي خبرو په اړه وویل: په دې وروستیو کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د عمومي رییس ښاغلي ګروسي مرکې زیاتې شو دي او د سیاسي کېدو سلسله له مسلکي او تخصصي لیکو څخه زیاته شوې ده او دا کار ورسره هېڅ مرسته نه کوي. او اداره، او تمه کېږي چې ښاغلی کروسي به ژمن او مسلکي وي او د خپلو دندو په چوکاټ کې عمل وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو د تبادلې په باره کې څرګنده کړه: هغه پیغامونه چې په وروستیو وختونو کې د ایران او امریکا ترمنځ تبادله شول د ایران د زړور اقدام په باره کې وو. صهیونیستي رژیم په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ په خلاف حملې وکړې او تمه کیده چې امریکا به د نړیوالو قوانینو او د ویانا له کنوانسیونونو سره سم دغه اقدام وغندي خو له دې کاره یې ډډه وکړه او د امنیت شورا د دغه اقدام د غندلو لپاره یې د یوې بیانیې د صادرولو مخه ونیوله، موږ اعلان وکړ چې امریکا په دې برخه کې مسئوله ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .