د ایرنا د خبر له مخې د القدس شبکې په حواله د اسلامی جهاد غورځنګ د یکشنبې په ورځ د وري ۲۶ مه په یوه بیانیه کې ويلي: د ایران اقدام د نیواکګر رژیم په وړاندې یو طبیعی او د جنایتونو، سرغړونو او وژنو په مقابل کې ضروري ځواب دی، ځکه چې دغه رژيم له ټولو انساني او قانوني ارزښتونو او معيارونو څخه په ښکاره سرغړونه کوي.
په بیانیه کې راغلي: د ایران پوځي ځواب په توغندويي بریدونو او بې پیلوټه الوتکو او د نیواکګر رژیم د ننه پوځي تاسیسات په نښه کول د ستاینې وړ دي.
د دې بیانیې په دوام کې راغلي دي: موږ د دغه غبرګون د ټولو غندو دریځونو غندنه کوو چې د نیواکګر رژیم د دفاع په چوکاټ کې ترسره کیږي، دغو هېوادونو د یاد رژيم د دفاع لپاره ځانونه په يوه محافظوي ديوال بدل کړي او د حقايقو د تحريف او تر پښو لاندې کولو هڅه کوي.
د ایرنا په خبره؛ دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو د شنبې په شپه اعلان وکړ چې د صهیونیست رژیم په نیواک شویو سیمو او مرکزونو په لسګونو بې پیلوټه الوتکې او توغندی ویشتل شوي دي.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي: په دمشق کې د ایران د سفارت په قونسلګرۍ باندې د برید او په سوریه کې د دغه هېواد د پوځي سلاکارانو د یوې ډلې د قومندانانو او سلاکارانو د شهادت په شمول د صهیونیستي رژیم د ګڼو جنایتونو په غبرګون کې، د سپاه پاسداران ځواکونه فضايي ځواک په اشغال شویو سیمو کې په ځانګړو هدفونو لسګونه مرمۍ د توغندیو او ډرون په وسیله وویشتلې.
د پیغام پای/
Your Comment