AP ۱۴۰۳ وری ۲۶ ۱۵:۳۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85444176
T T
۰ Persons
پر اسرائیلو د ایران د تېرې شپې بریدونه مشروع دفاع وه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسرائیلو پر خاوره د ایران اسلامي جمهوریت توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له هېواده مشروع دفاع ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبې د وري ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر اسرائیلو د ایران د سپاه پاسداران د توغندیو او او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې دغه څرګندونې کړې دي.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: صهیونیست رژیم په پلازمینې دمشق کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت د قونسلګرۍ په بریدونو سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی چې د ټولو ډیپلوماټیکو معیارونو او نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ یې کړې ده.

بلخي لیکلي: د اسرائیلو په خلاف د ایران اسلامي جمهوریت د تېرې شپې پوځي اقدامات له مشروع دفاع څخه وو.

نوموړي زیاته کړې: صهیونیست رژیم د تېر کال له تلې میاشتې راهیسې په غزې تراډه کې نسل وژنې ته دوام ورکړی له  ۳۳ زره زیات ملکيان یې وژلي او د نورو هېوادونو پر خاوره تېریو ته دوام او په سیمه کې د ناامنۍ د خپریدو هڅه یې کړې ده څو په غزه کې د جرمونو څخه ځان خلاصولو لپاره د نړۍ پام بلې خوا ته واړوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سیمې له ټولو اغیزمنو هېوادونو غواړي چې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو د کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو دمشق کې د دوی پر قونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په غچ کې نیواکګره سیمې په سلګونو توغندی او ډرون ویشتلې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .