کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د وري ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر په یو لړ عملیاتو کې د دغه ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د کشفي عملياتو په ترڅ کې ٥٨ پاکستانۍ تومانچې له ٥٠٠ فيره مرمۍ سره يو ځاى کشف او ترلاسه کړې.
د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا، یو تن هم له پاکستان څخه د دغې اندازې وسلو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment