AP ۱۴۰۳ وری ۲۱ ۱۳:۳۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85440017
T T
۰ Persons
د راتلونکې اوونۍ شنبې ورځ هم د کوچیني اختر رخصتیو کې زیاته شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کار او ټولینزو چارو وزارت د راتلونکې اوونۍ د شنبې ورځ هم د کوچیني اختر په رخصتیو کې ور زیاته کړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د وري ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د شنبې ورځ هم د کوچیني اختر په رخصتیو کې اضافه شوې ده.

دغه وزارت د ټولو دولتي ادارو له کارکوونکو غوښتي، چې د کوچیني اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته په ټاکلي وخت خپلو دندو ته حاضر شي.

د کار وزارت له ادارو وغوښتل چې د خپلو کارکوونکو حاضري په جدي توګه کنټرول کړي او خپل راپورونه دې وزارت ته واستوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم وايي، د کوچني اختر له رخصتیو وروسته به د دغه وزارت معینان د دولتي کارکوونکو حاضري وڅاري.

د هېواد سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د وري ۲۲ مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه او جمعه به یې دریمه ورځ وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .