AP ۱۴۰۳ وری ۲۱ ۱۳:۲۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85439876
T T
۰ Persons
د ملګرو ملتونو له خوا په هېواد کې د خصوصی پاملرنې په برخه کې د ۳ میلیونو ډالرو پانګونه

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان کړی، چې دغه سازمان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د ځانګړې پاملرنې واحدونو د پیاوړتیا لپاره شاوخوا ۳ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

 کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ ملګرو ملتونو ویلي، دغه پانګونه د ګلوبل فنډ په مرسته شوې چې د ایډز، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې لپاره جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام چارواکو زیاته کړې د جدي پاملرنې واحدونو په افغانستان کې په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د جګړو، طبیعي پیښو او روغتیايي بحرانونو ځپلي دي مهم رول لوبولی دی.

د ایرنا د خبر له مخې؛ په تېرو درېیو کلونو کې که څه هم ملګرو ملتونو او نړیوالو موسسو د افغانستان له روغتیايي سکتور سره مرستې ته دوام ورکړی، خو لا هم د هېواد وګړي په ډېرو برخو کې معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .