کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد نن دوشنبې د وري ۲۰مه د یوه پیغام په خپرولو سره خلکو ته د اختر په ورځو کې د امنیت د تامین ډاډ ورکړی دی.
په دغه پیغام کې هغه ټینګار کړی، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي.
په پیغام کې ملا یعقوب د افغانستان د امنیت د ګډوډولو په اړه د اندیښنې اصلي علت نه دی په ډاګه کړی، خو له دې وړاندې داعش ترهګره ډله کله ناکله د اختر په ورځو کې د خلکو امنیت ګډوډولو.
د پیغام پای/
Your Comment