AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵ ۱۴:۴۵
Journalist ID: 5513
News ID: 85437851
T T
۰ Persons
د سوداګرۍ د بدیلو لارو لټولو لومړۍ ناسته کې له چابهار بندره پر ښې استفادې ټینګار وشو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په لومړۍ غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ د بدیلو لارو په لټه کې د چابهار له بندر څخه د ښې ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن یکشنبې د وري ۱۹ مه د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې د لټون په اړه لومړنۍ غونډې تر سره کېدو خبر ورکړی دی.

عزيزي د هېواد د صنعت او سوداګرۍ د ودې په برخه کې د اسانتياوو پر رامنځته کولو د ټينګار تر څنګ وويل: د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بديلې لارې په لټه کې د نورو لارو او بندرونو بندول نه دي، بلکې موږ هڅه کوو چې خصوصي سکتور ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه: د افغانستان اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره په خپلو فعالیتونو او اقتصادي اړیکو کې یوازې د خدای رضا او د خپلو خلکو ګټې په پام کې نیسي.

د دغې غونډې په دوام کې د تعرفې د کميټې غړو په دې باب خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند او د هېواد د اقتصادي کمېسيون د پريکړو د عملي کولو لپاره يې هر راز همکارۍ او تطبيق ته چمتووالى وشود.

په دې غونډه کې مسوولينو پرېکړه وکړه، هغه رياستونه چې د تعرفې د کمېټې غړي دي خپل تخنيکي استازي وټاکي چې د ١٤٤٥ هجري لمريز کال د ١١ ګڼې پريکړه ليک چې د اقتصادي کمېسيون له خوا تصويب شو؛ د تطبيق په خاطر معرفي کړي.

د چارواکو په وینا، د ۱۱۴۵ هجري لمریز کال د کب ۱۱ ګڼه پرېکړه لیک ۱۰ مادې لري او په هغه کې د چابهار بندر پر موثریت او ښې استفادې ټینګار شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .