کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن یکشنبې د وري ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې د ټاپي پروژې د کار د پرمخ بیولو په موخه د وزیرانو په کچه د جوړې شوې غونډې په اړه خبر ورکړی دی.
په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، د مالیې، عدلیې، بهرنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو مرستیالانو او د مرکزي بانک د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو هم حضور درلود.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولو ښکېلو هېوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري.
دلاوري د پروژې د پانګونې، د افغانانو لپاره د کاري چاپېریال د ښه والي او د پروژې د وروستیو پرمختګونو په ځانګړي ډول د تخنیکي امنیت او استملاک په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره باید د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ همکاري او همغږي رامنځته شي.
د ایرنا د راپور له مخې، د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د څلورو هېوادونو د مشرانو له خوا پرانیستل شوه.
د ټاپي د ګازو د پایپ لاین ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی او دغه نل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لیږدوي.
دا پایپ لاین د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي او له ټولټال ۱۸۱۴ کیلومترو څخه ۸۱۶ کیلومتره یې په افغانستان کې غځول کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment