کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عدلیې وزارت مسوولینو نن شنبې د وري ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت او د کدوالو په برخه کې د ناروې د پلاوي تر منځ د همکارۍ یو تفاهم لیک د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه کې زیاته شوې د اطلاعاتو، مشورې ورکولو او حقوقي مرستو په برخو کې د همکاريو دغه تفاهم ليک د عدليې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالغني فايق او د ناروې ادارې د کډوالو د کمېټې د رييسې آغلې پراچيتا شيټي ترمنځ لاسليک شو.
د عدلیې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په افغانستان کې د ټولو بهرنیو بنسټونو امنیت تامین شوی او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.
هغه زیاته کړه: د عدلیې وزارت د اسلامي امارت له اصولو او تګلارو سره سم د دغه تفاهم لیک پلي کولو ته ژمن دی.
په دې لیدنه کې د کډوالو لپاره د ناروې د بورد د دفتر رئیس د عدلیې وزارت د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې دغه دفتر به د یادې طرحې سره سم اقدامات ترسره او اړوند راپورونه به وړاندې کړي.
د چارواکو په وینا، دغه یادداشت د معلوماتو، مشورې ورکولو او حقوقي مرستو (په مدني قضیو کې) کې د همکارۍ په موخه چمتو شوی او د دریو کلونو لپاره د اعتبار وړ دی.
د پیغام پای/
Your Comment