AP ۱۴۰۳ وری ۱۸ ۱۳:۴۶
Journalist ID: 5513
News ID: 85436605
T T
۰ Persons
اسرائیلو د ایران د غچ اخیستو له وېرې په نړۍ کې خپل ۲۸ دیپلوماتیکي استازولی تړلې

کابل- ایرنا- اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی دی چې دغه هېواد د ایران د اسلامي انقلاب د ستر مشر آیت الله خامنه اي تر ګواښ وروسته له وېرې په نړۍ کې خپل ۲۸ دیپلوماتیکي استازولی تړلې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اسرائیلو د رژیم ټلویزیون ۱۲ چینل نن شنبې د وري ۱۸ مه راپور ورکړی، چې د  ایران د مشرآیت الله سید علي خامنه ای له ګواښ چې ټینګار یې کړی «اسرائیل به پښیمانه شي» وروسته، د اسرائیلو ډېری امنیتي څانګې د ایران د غچ اخیستنې له وېرې په تیارسۍ حالت کې دي، په ۲۸ هېوادونو کې یې خپلې سیاسي استازولی تړلې او په ځینو نورو هېوادونو کې یې خپلو ډیپلوماټانو ته امر کړی چې له خپلو کورونو نه ووځي.

په ورته وخت کې د این بي سي خبري چینل د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د بایډن اداره د ایران د هغو پلانونو په اړه اندېښمنه ده چې غواړي په اسرائیلو کې د ننه پر هدفونو بریدونه وکړي.

سي اېن اېن خبري چینل هم د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له خولې خبر ورکړی چې لوړ پوړي امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د ایران له برید څخه د خلاصون لاره نشته.

نیویارک ټایمز هم د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله ویلي، اسرائیلی شنوونکی دې پایلې ته رسېدلی چې ایران به خپله برید وکړي نه د حزاب الله پر مټ.
 
اېن بي سي، هم د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي، امریکا د ایران د ګواښونو پر وړاندې د اسرائیلو دفاعي اړتیاوې په بشپړه توګه برابروي.

د ایرنا د خبر له مخې د تېرې اونۍ په سهار په دمشق کې د ایران اسلامی جمهوریت په کونسلګرۍ باندې د اسرائیلو د برید په نتیجه کې د ایران اسلامی جمهوریت د پوځ اووه قوماندانان او سلاکاران شهیدان شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .