حنفي: د خلکو د ستونزو هوارول او ټولنیز هوساینه زموږ مسوولیت دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال وايي، د خلکو د ستونزو حل او د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د دوی مسوولیت دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن شنبې د وري ۱۸ مه د فاریاب ولایت د قیصار او شیرین تګاب ولسوالیو له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، علماوو او مجاهدینو سره د دولت د اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

د فارياب ولايت د قيصار ولسوال ملا محمد اسماعيل سعادت او د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوال کمالي د قيصار او شيرين تګاب ولسواليو د ټولنيز، امنيتي او سيمه ييزې حکومتوالۍ د وضعيت په اړه معلومات ورکړل ويې ويل: په دې ولسواليو کې امنيت په بشپړه توګه تامين دی، ځايي چارواکي هڅه کوي چې خدمات وړاندې کړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

دوی په ټولو برخو کې د اسلامي امارت توجه ته په اشارې سره د دیني مدرسو او ښوونځیو پیاوړتیا، د اوبو د بندونو جوړولو، د سړکونو ترمیم او په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول د زیانمنو شویو سیمو د پراختیايي پروژو پلي کیدو ته د توجه غوښتنه وکړه. 

د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د ملي امنیت تامین، ټولنیز هوساینه او د خلکو د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو څخه ډډه نه کوي.

حنفي زیاته کړه: اسلامي امارت به د شته امکاناتو له مخې د ورکړل شویو وړاندیزونو په اړه اجرآت وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .