کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په جنوبي اسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ چارواکو جمعه د وري ۱۷ مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، دوی په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
چارواکو زیاته کړې، دا پیسې به په ۲۰۲۴ کې له ۴.۸ میلیون افغان کډوالو او د دوی د کوربه ټولنو ۲.۵ ملیون غړو سره مرسته وکړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې زیاته کړې: په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو وضعیت له ننګونو ډک وي.
د دغه سازمان د چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه وګړي (د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس) د ژوندي پاتې کېدو لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR ویلي، چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې ویجاړونکي طبیعي افتونه، د اقلیم د بدلون بحران او مرګونې زلزلې او په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان او ایران کې سېلابونو او زلزلو وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو چارواکو په خپل راپور کې ویلي، د ایران او پاکستان د حکومتونو د اټکل له مخې دا دواړه هېوادونه شاوخوا ۷.۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۱.۶ میلیونه دغو هېوادونو ته داخل شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment