کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت مسوولینو نن پنشنبې د وري ۱۶ مه د دغه سفارت په اېکس پاڼه لیکلي: صهیونیسټ رژیم په خپلو ټولو ظلمونو سره په نیواکګرو سیمو او د غزې په تراډه کې په زرګونو بې ګناه خلک شهیدان کړل او خپله توره او شرمناکه دوسیه یې هره ورځ درنېږي.
د یاداښت په متن کې دا هم ویل شوي: د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعه به د نړۍ مسلمانان له فلسطین څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.
د ایران اسلامي جمهوریت سفارت مسوولینو زیاته کړې، موږ د قدس نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځو چې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه جنایتونه په غزې تراډه کې د بې ګناه ښځو او ماشومانو په شمول څه دپاسه ۳۳ زره کسان شهیدان شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت امام خمینی (رح) د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د فلسطین له مظلوم ملت څخه د ملاتړ په موخه د قدس د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
د پیغام پای/
Your Comment