کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ پاکستاني رسنیو چهارشنبې د وري ۱۶ مه د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر له قوله راپور ورکړی چې اسلام اباد په پام کې لري تر اختر وروسته ۶۷ زره افغان کډوال وباسي.
د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر د پاکستان پولیسو ته امر کړی چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د شړلو د پلان د دویم پړاو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په دغه هېواد کې د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند او ننګونو شکایت کوي وايي، افغان کډوال له قانوني اسنادو سره سره په ازاده توګه تګ راتګ نه شي کولای او له هېواده شړل کېږي.
په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د افغانستان له سرپرست دولت او د پاکستان له حکومته د دغو ننګونو د حل غوښتنه وکړه.
د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ اړیکې د پاکستان د حکومت له خوا د هغو تورونو له امله خرابې شوې چې ګواکې د افغانستان سرپرست دولت د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.
د پیغام پای/
Your Comment