کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولايت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبې د د وري ١٥مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې ورځو کې د پنجشير ولايت له خلکو سره د خيريه بنسټونو مرستې زياتې شوې دي.
د اعلامیې له مخې؛ یوې خیریه موسسې د پنجشیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست سره په همغږۍ په زرګونو اړمنو او راستنو شویو کورنیو باندې خوراکي توکي و ویشل.
د پنجشېر د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس محمد رها ابرار وويل، دغه خوراکي توکي د دوى رياست د نوري خيريه بنسټ په مالي مرسته وېشلي دي.
په دغه پروګرام کې د پنجشير ولايت په ٤٧٨٠ اړمنو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول چې په هغو کې د پنجشير ولايت اوسېدونکي ، په زوره ايستل شوي کسان او نور کډوال هم شامل دي .
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم د مرستو د ويشلو پر مهال د کډوالو له رئيس سره په کتنه کې په دې پروسه کې پر لا زيات روڼتيا ټينګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment