کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ښار او کور جوړونې وزارت مسوولینو نن سه شنبه د وري ۱۴ مه ویلي، د دغه وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په کابل کې د چین د دولتي تصدۍ او چینايي پروژو له رئیس سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د نیل باغ پروژې د پیل په اړه چې د چین د بیلاعوضه مالي مرسته جوړیږي خبرې وکړې.
د چین دولتي تصدۍ او د نیل باغ کابل پروژې مسوول وویل: موږ د دې پروژې د جوړولو کار پیلولو ته چمتو یو او هیله لرو چې دا پروژه به په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ښار او کور جوړونې وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د چینایي پروژې لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه ویې ویل، د یادې پروژې کار به د یاد هوکړه لیک له مخې پر مخ ځي او د پروژې په ساحه کې هر ډول ستونزې چې رامنځته کېږي، په متقابلو همکاریو سره به حل شي.
د ایرنا د خبر له مخې د نیل باغ د استوګنې د پروژې د جوړولو چارې له څو کلونو راهیسې بندې وې.
د پیغام پای/
Your Comment