AP ۱۴۰۳ وری ۱۴ ۱۲:۱۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85432726
T T
۰ Persons
روسیې په کازان ناسته کې د افغانستان سرپرست دولت ته بلنه ورکړې

کابل- ایرنا- روسي رسنیو په کازان ناسته کې د افغانستان سرپرست دولت ته د بلنې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ روسي رسنیو نن سه شنبې د وري ۱۴ مه راپور ورکړی چې روسیې طالبانو ته په کازان ناسته کې د اسلامي نړۍ د دعوت تر نامه لاندې جوړېږی د ګډون بلنه ورکړې ده.

تاس خبري آژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له قوله لیکلي: مسکو د افغانستان اوسنیو چارواکو ته د اسلامي نړۍ په ناسته کې چې ټاکل شوې د روان کال په می میاشت کې به تر سره شي د کډون بلنلیک ورلېږلی دی.

ضمیر کابلوف همدا راز زیاته کړه چې روسیه به د افغانستان له سرپرست دولت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .