کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سه شنبې د وري ۱۴ مه په اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیلکي: په دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ د صهیونیستي رژیم برید د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو ښکاره سرغړونه او یو پاروونکی عمل دی.
په اعلامیه کې راغلي د صهیونستي رژیم دغه برید به په سیمه کې د ناامنۍ د زیاتېدو لامل شي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دا برید په کلکه غندي.
په دې اعلامیه کې د افغانستان اسلامي امارت له اغېز لرونکو نړیوالو او سیمه ییزه هېوادونه غوښتي، چې د غزه او له غزې ور هاخوا د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام له یوې خوا د سیمې او نړۍ د امنیت او له بلې خوا د نړیوالو قوانینو د اغیزمنتیا لپاره جدی ګواښ دی او سازمانونه له جدي پوښتنو سره مخ دي.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د سفارت په ودانۍ د صهیونیسي رژیم وحشیانه برید چې د ایران اسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو د یوې ډلې د شهادت سبب شو په نړیواله کچه غندل شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment