AP ۱۴۰۳ وری ۱۴ ۹:۵۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85432495
T T
۰ Persons
د ایران په کونسلګرۍ برید له ټولو نړیوالو ژمنو او کنوانسیونونو سرغړونه ده

کابل- ایرنا- دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د کونسلګرۍ په یوه برخه کې د صهیونیستي رژیم د برید په ترڅ کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان سره اړیکه ونیوه.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو وزیرانو د دغه جنایت بېلا بېل اړخونه وڅېړل.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر په دغه خبرو اترو کې د صهیونیستي رژیم جنایتکارانه برید په کلکو ټکو وغانده او دا یې د نړیوالو مقرراتو په ځانګړې توګه د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د 1961 ویانا کنوانسیون څخه ښکاره سرغړونه ده.

امیر عبداللهیان په دمشق کې د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت کې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر له شتون څخه د مننې په ترڅ کې وویل: نتانیاهو په غزه کې د اسرائیلو د رژیم د پرله پسې ناکامیو او په دغه هېواد کې د صهیونیسټانو د اهدافو  په ترلاسه کولو کې د ناکامۍ له امله خپل فکری توازن په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی.

امیر عبداللهیان په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ په ودانۍ برید د ټولو نړیوالو مکلفیتونو او کنوانسیونونو خلاف ورزۍ وبلله او د دغه اقدام د پایلو پړه یې په صهیونیسټ رژیم واچوله او دغه شان جنایتونو ته یې د نړیوالې ټولنې د جدي ځواب په ضرورت ټینګار وکړ. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .