کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ وویل چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په کندهار او نیمروز ولایتونو کې ګزمې کوي.
مجاهد زیاته کړه، چې بې له شکه دا الوتکې د امریکا دي، چې د یو شمېر نږدې هېوادونو له فضا څخه الوت او تېرېږي او افغانستان ته راځي، چې ټول باید په دې برخه کې خپل مسوولیت درک کړي او د تېري مخه ونیسي.
مجاهد د کوم مشخص هېواد له نوم اخیستو پرته ټینګار کړی چې افغانستان ته نږدې هېوادونه باید د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورنه کړي چې د دوی له فضا څخه په استفادې د افغانستان له فضا څخه سرغړونه وکړي.
خو پوځي او نړيوال کارپوهان له هوايي حريم څخه سرغړونه جرم ګڼي، وايي دغه ناوړه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کار دى.
د پوځي چارو کارپوه خلیل احمد نادم نن دوشنبې د وري ۱۳ مه په کابل کې د ایرنا خبري اژانس له خبریال سره د خبرو پر مهال وویل، هغه بې پیلوټه الوتکې چې د افغانستان په هوايي حریم کې ګزمې کوي، بې له شکه امریکايي الوتکې دي چې د پاکستان له لارې د افغانستان خاورې ته ننوتي دي.
ندیم په دې خبرې سره چې د امریکا له خوا د افغانستان له فضایي حریم څخه سرغړونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی، وویل: د امریکا له خوا د افغانستان له فضایي حریم څخه سرغړونه د افغانستان پر خاوره او ملي حاکمیت تېری او د ټولو نړیوالو معیارونو او قوانینو خلاف ناوړه عمل دی چې امریکا یې له پامه غورځوي.
ښاغلي نادم زیاته کړه: د هر هېواد له فضایي حریم څخه سرغړونه په هر صورت د غندلو وړ ده او موږ یې یو ناوړه عمل ګڼو.
په ورته وخت د نړیوالو چارو کارپوه لطیف سجادی ایرنا ته وویل: د امریکې د بې پیلوټه الوتکو له خوا د افغانستان د فضای حریم تیری له تیرو دوه نیمو کلونو راهیسې په بې شرمۍ سره دوام لری.
سجادي زیاته کړه: امریکا په خپل اشغال کې د خپلو ټولو جنایتونو سربیره د افغانستان د رادار ټول سیستم له منځه یوړ او یو مفلس افغانستان یې اسلامي امارت ته وسپاره.
د نړیوالو چارو دغه کارپوه څرګنده کړه، افغانستان اوس مهال پر خپل فضايي حریم کنټرول نه لري او د امریکا له خوا د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه د نړیوالو قوانینو او دودونو له مخې یو سازمان شوی جرم دی.
سجادي ټینګار وکړ هره امنیتي پیښه چې په افغانستان کې رامنځته کیږي د هغو کسانو مسوولیت دی چې په بې شرمۍ سره د دغه هیواد له فضایي حریم څخه سرغړونه کوي.
د پیغام پای/
Your Comment