کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبې د وري ۱۳ مه په خپله رسمي پاڼه کې د ګلبهار ګروپ له مسوول سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د ګلبهار ګروپ شرکت مشر د هرات ولایت په زنده جان سیمه کې د ګلبهار سمنټو د جوړولو د عملي پیل په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د یوه کال په موده کې به دغه شرکت جوړ او د سمنټو په تولید به پیل وکړي، چې د کال به یو میلیون ټنه سمنټ تولیدوي.
دغه وزارت زياته کړه: په ياده شوې سيمه کې دغه پروژه چې له دې مخکې له ګلبهار ګروپ سره د ١٤٢ ميليونو امريکايي ډالرو په پانګې اچونې سره د ٣٠ کلونو لپاره قرارداد شوې وه، په مستقيم ډول به له ٥٠٠٠ زرو څخه زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي او هم به په دې برخه کې د افغانستان د اړتیا سره سم سمنټ تولید په ځان بسیا او صادر به شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار ګروپ د کار او فعالیتونو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: افغانستان هر اړخیز امنیت او د پانګونې مناسب فرصتونه لري، نو ملي او نړیوال پانګوال کولای شي په پوره ډاډ سره د هېواد پر کاني زیرمو پانګونه وکړي.
نوموړي دغه راز دوی ته په دې برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه او تخنیکي ټیم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/
Your Comment