کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د دوشنبې د وري ۱۲ مه د شپې ناوخته د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د یوې ماین چاودنې خبر ورکړی چې له امله یې څو ماشومان وژل شوي دي.
د هغه په وینا، دغه ماشومانو یوه کړۍ ماین چې له پخوانیو جګړو پاتې و موندلی او لوبې یې پرې کولې چې چاودنه یې پرې کړې او ۹ تنه ماشومان یې وژلي دي.
د ایرنا د خبر له مخې؛ اوږدې جګړې او د جګړې له وخته د ناچاودېدونکو وسلو او ځمکنیو ماینونو پاتې شوني د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هر کال لسګونه کسان وژني.
د پیغام پای/
Your Comment