کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن دوشنبې د وري ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قران کریم د نسخو د وړاندې کولو په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د قرآن عظیم الشان د نزول د میاشتې په مناسب جوړه شوې وه وینا وکړه.
د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال وویل: ملي آرشیف د افغانستان د تاریخي اثارو او اسنادو یوه مهمه زیرمه او ذخیره ده چې په هغو کې د قرآن کریم هغه نسخې هم شاملې دي چې دریم خليفه حضرت عثمان (رض) د خلافت په وخت کې د حضرت علي (رض) په لاس لیکل شوې دي او د افغانستان د مسلمان ملت لپاره يو ستر وياړ دی.
ښاغلي حنفي زیاته کړه: زموږ مکلفیت دا دی چې د خپلو تاریخي اثارو ساتنه وکړو او د دغو اثارو د قاچاق او ویجاړولو مخه ونیسو ترڅو د افغانستان راتلونکو نسلونو ته انتقال شي او راتلونکي نسلونه ترې په سمه توګه ګټه پورته کړي.
د دولت اوزبیک توکمه اداري مرستيال د رسنيو رول ته اشاره وکړه ويې ويل: په دې برخه کې د افغانستان د رسنيو رول هم مهم دى چې د ملي آرشيف محتويات افغان ملت ته ورسوي او افغان ملت د ملي آرشيف له محتوياتو خبر کړي او د هېواد ځوان نسل له اثارو خبر وي، په ملي آرشيف کې له شته اثارو خبر وي او د دغو اثارو د ساتنې او سمې استفادې په برخه کې خپل رول ولوبوي.
مولوي حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت د تاریخي اثارو او اسنادو ساتنې ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د دغو اثارو په سمه توګه ساتنه وکړي او له علمي مرکزونو، پوهنتونونو او څېړونکو یې وغوښتل، چې له هغو څخه ګټه پورته کړي او راتلونکي نسل ته یې ولېږدوي.
د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان په ملي آرشیف کې د تاریخي اثارو سربیره د حافظ دیوان، د رحمان بابا دیوان، د بیدل اثار او د امیر علي شیر نوايي مثنوي، تاریخي رسالې، د افغانستان د واکمنانو له خوا په تاریخي دورو کې لیکل شوي او صادر شوي فرمانونه شتون لری.
د پیغام پای/
Your Comment