AP ۱۴۰۳ وری ۱۳ ۱۲:۰۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85431880
T T
۰ Persons
د قوشتپې کانال د دویم فاز د کیندلو پر چټکتیا ټینګار وشو

مزارشریف- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ملي پراختیایي شرکت اجرایوي رییس د قوشتپې کانال د دویم فاز د کیندلو د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي پراختیایي شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش یکشنبې د وري ۱۲مه د هېواد شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوشتپې کانال د دویم فاز له عملي کار څخه لیدنه وکړه او د دې پروژې د دویم پړاو کار د چټکتیا لپاره ولایتي چارواکو ته لارښوونه وکړه.

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کیندلو چارې چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د چارواکو په وینا پر دې لار به څو لوی پلونه هم جوړ شي، څو بېلابېلې ولسوالۍ له دې لارې سره ونښلوي.

چارواکي وايي، د قوشتپې د لوی کرنیز کانال د دویم فاز د کیندلو کار به په راتلونکي کال کې بشپړ شي.

د ملي پرمختیايي شرکت عمومي رئیس د قوشتپې کانال د بند د کار جریان هم وڅاره او مسوولینو، انجینرانو او کارکوونکو ته یې وویل: دا بند د قوشتپې کانال یوه له اساسي او مهمو برخو دی، باید په کار کې یې لا زیات دقت وشي او  د هغه د ژر بشپړېدو لپاره باید شپه او ورځ هڅې او کار وکړۍ.

د ایرنا د راپور له مخې، د قوشتپې کانال د افغانستان یوه له سترو کرنیزو او ملي پروژو څخه ده چې د امو سیند او د هېواد د شمالي سیمو له اوبو څخه په استفادې سره په کرنیزو او صنعتي برخو کې پر ځان بسیا کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .