په تېره یوه اوونی کې د هېواد د ریل پټلیو له لارې تر ۹۰ زره ټنه زیات توکی لېږدول شوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ریل پټلۍ ادارې په تېره یوه اونۍ کې د هېواد د ریل پټلیو له لارې د څه باندې ۹۰ زره ټنه توکو د لېږد رالېږد خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دوت د ریل پټلۍ ادارې مسوولینو نن یکشنبې د وري ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د وري میاشت له ۳ مې تر ۹ مې پورې په ټولیز ټول ۹۰ زره او ۵۵۳ متریک ټنه توکي، چې نفتي، غیرنفتي او نور توکي د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوط: په دې موده کې ۶۹ زره ۷۳۴ مټریک ټنه د حیرتان ریل پټلۍ له لارې، ۹ زره ۳۲۵ ټنه د اقینې د اورګاډي له لارې او ۱۱ زره ۴۹۲ مټریک ټنه د تورغونډۍ د پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۹۰ زره ۵۵۳ مټریک ټنه انتقال شوي دي، چې په کې تېل او غیر تېل او نور توکي هېواد ته وارد او صادرېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: د راکړې ورکړې په راټولولو کې يوه برخه ترانزيت او صادرات دي.په تېره اونۍ کې ٤٠٠ ټنه سوداګريز توکي ليږد او صادر شوي چې ډېرى يې وچه مېوه، مميزو او د انارو جوس دي.

د دغه دفتر مسوولینو ټینګار وکړ چې هڅه کوي د لېږد رالېږد لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .