کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي جمعه د وري ۱۰ مه پر اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په اشغالي اغوار سیمه (اردون سیند) کې د اسرائیلو د صهیونیستي غاصب رژیم له خوا مصادره او د نویو ښارګوټو جوړول په کلکو ټکو غندي.
اعلامیې زیاته کړه: د صهیونیسټ رژیم وروستي اقدامات ښودنه کوي چې دغه رژیم نړیوالو قوانینو په تیره بیا نړیوال بشردوستانه قوانینو ته غاړه نه ږدي او د دغه شان یو اړخیزو اقداماتو دوام او د فلسطین د خلکو له حقوقو سترګې پټول به د فلسطین د خلکو د وضعیت د لا خرابیدا سبب شی.
د افغانستان سرپرست دولت له نړیوالو لوبغاړو په ځانګړې توګه د سیمې پر مسلمانو هېوادونو غږ کړی، چې د فلسطین له مظلوم ولس سره د ملاتړ او په اشغال شویو سیمو کې د ناقانونه میشت ځایونو د پراخېدو د مخنیوي لپاره خپل قانوني، انساني او اخلاقي مسوولیتونه ادا کړي.
د پیغام پای/
Your Comment