AP ۱۴۰۳ وری ۱۱ ۱۱:۳۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85430491
T T
۰ Persons
د خواف- هرات ریل پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو تړون لاسلیک شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي معاونیت د خواف- هرات ریل پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو تړون د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي معاونیت دفتر جمعه د وري ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د خواف- هرات ریل پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو تړون د دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې او ګاما ګروپ شرکت تر منځ لاسلیک شو.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: د خواف- هرات رېل پټلۍ د څلورمې برخې دويم فاز ٤٧ کيلومتره اوږدوالى لري او ټول لګښت يې ٥٣ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

د چارواكو په وينا، د دې پروژې كار به په نږدې دوو كلونو كې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، دا د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ وروستۍ برخه ده، چې له رباط پریان څخه پیل او د هرات نړیوال هوايي ډګر او د دغه ولایت تر صنعتي ښارګوټي پورې رسېږي.

خبرپاڼه کاږي: د دې پړاو په بشپړېدو سره د خواف – هرات سیمه ییز اتصال پروژه؛ افغانستان به د ایران اسلامي جمهوریت له مهمو سمندري بندرونو سره ونښلول شي او د ترکیې د ریل پټلۍ له لارې به اروپا ته ورسېږي، د دې ترڅنګ د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د کچې د لوړېدو بنسټ هم برابروي.

د ایرنا د خبر له مخې، د دغې پروژې په جوړېدو سره به د فراه، نیمروز، هلمند او کندهار په ولایتونو کې د اورګاډي د شبکې غځول شونې وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .