د شيعه زيارت کوونکو زيات لګښت د مناسکو په ادا کولو کې د توپير له امله دى؛ دا نوی امر نه دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند وايي، د شیعه حاجیانو زیات لګښت یو مذهبي دلیل لري او دا کومه نوې خبره نه ده.

کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست دولت د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوی نور محمد ثاقب د سه شنبې په ورځ په یوه خبری ناسته کې وویل: سږ کال د افغان حاجیانو لګښت د هر کس ۳زره او ۸۶۵.۹۸ ډالر دی او له شعیه حاجیانو به له دې اندازې څخه زیات ۵۰ ډالر واخستل شي.

د افغانستان د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني نن پنجشنبې د وري ۹ مه د ایرنا خبري آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل، د شیعه حاجیانو څخه د ۵۰ ډالرو اضافي فیس اخیستل د دې وروڼو او سني حاجیانو د سفر ترمنځ د توپیر له امله دی.

ښاغلي حسیني څرګنده کړه: سني حاجیان د جدې له هوايي ډګر څخه مستقیماً مکې مکرمې ته ځي، خو شیعه حاجیان د جدې له هوايي ډګر څخه تر جوفه پورې په سلهاو کیلومتره واټن د پوځي ګاډو په واسطه سفر کوي، چې لګښت یې د سني حاجیانو په پرتله زیات دی او دا عمل یو عام مذهبي عمل دی.

د حج او اوقافو وزارت ویاند زیاته کړه: د حج د مناسکو د ادا کولو په برخه کې د جعفري او حنفي فقهې په احکامو کې لږ توپیر شته، چې د شیعه وروڼو د حج مراسم ګران دي، نو له همدې امله د ۵۰ ډالرواضافي فیس اخیستل کیږي، دا کومه نوې خبره نه ده، بلکې دا له تېرو شلو کلونو راهیسې همداسې ده.

په ورته وخت کې د کابل په لوېدیځ کې د شیعه ګانو د جمعې د لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین عبدالقادر عالمي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه خبرې تایید کړې او ایرنا ته یې وویل: له تېرو شلو کلونو راهسې د شيعه زيارت کوونکو لګښتونه له سني حاجيانو سره توپير لري، په لومړي سر کې دا توپير سل ډالره و، د جمهوري رياست په وروستيو کې ٥٠ ډالرو ته راټيټ شو او اوس له شعیه حاجيانو څخه ٥٠ ډالره زيات اخيستل کېږي دا کومه نوې خبره نه ده.

ښاغلي عالمي څرګنده کړه: د دې اختلاف لامل دا دی چې شیعه حاجیان د جدې له هوايي ډګره د احرام د تړلو لپاره جفا ته په پوځي موټر کې ځي، چې لوړ اجازه لري، له هغه ځایه مکې مکرمې ته ځي، چې د موټر په وسیله شپږ ساعته واټن لري، خو سني حاجيان له هوايي ډګر څخه په مستقيم ډول له جدې څخه مکې ته ځي، چې په ارزانه شخصي موټر کې يو ساعت لاره ده.

دغه ديني عالم زياته کړه: د پوځيانو د موټر د لګښت او د څو سوه کيلومترو اضافي سفر لپاره چې سني زيارت کوونکي پرې سفر نه کوي پنځوس ډالره لګښت لري.

د کابل په لویدیځ کې شیعه امام جمعه تاکید کړه: دا کومه نوې خبره نه ده چې اسلامی امارت په شیعه زیارتوالو تحمیل کړی، بلکې دا یو مذهبی دلیل لری.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .