پاکستان کې پر چینايي وګړو برید د سیمه یزې همکارۍ د کمزوري کولو هڅه ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان کې پر چینايي وګړو برید د سیمه ییزې همکارۍ د کمزوري کولو هڅه بللې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د وري ۸ مه له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې د چینايي وګړو پر موټر برید او په کې د هغوی وژل کېدو باندې خواشیني ښودلې او چینایانو ته یې تسلیت ویلی دی.

خبرپاڼې زياته کړې: دا ډول پيښې د سيمه ييزو همکاريو د کمزوري کولو يوه هڅه ده او د سيمې هېوادونه بايد د دغو همکاريو مخالفانو ته اجازه ورنه کړي چې په سيمه کې د بې ثباتۍ په رامنځته کولو سره دغه همکارۍ له منځه يوسي.

د ایرنا د خبر له مخې په خیبر پښتونخوا کې پرون په یوه ځانمرګی برید کې شپږ چینایی وګړي و وژل شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .