آسیایي بانک کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړی/ پاکستان کې له افغان کډوالو باید سیاسي استفاده ونه شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال له آسیايي بانک او نورو ټولو بنسټونو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل او بشپړې یې کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د وري ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختیايي چارو د مرستیال اندریکا راتوت سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

ښاغلي راتوت په دغه لیدنه کې له مرستندویه بنسټونو سره میلیونونه کسانو ته د مرستو رسولو برخه کې د اسلامي امارت همکارۍ ګټورې وبللې و یې ویل: د ملګرو ملتونو د تېر کال مرستې د هرات زلزله ځپلو او د پاکستان راشړل شویو افغان کډوالو لپاره خورا مهمې وې.

هغه زیاته کړه: له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د درې میلیارده ډالرو د مرستې د غوښتنې ترڅنګ، موږ پلان لرو چې د ظرفیت لوړونې په برخه کې د دوه میلیارد ډالرو غوښتنه وکړو.

راتوت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو دویم بهیر د پیلیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه ویې ویل: افغانانو ته باید کافي وخت ورکړل شي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او په زوره ونه ایستل شي.

هغه دغه راز له کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ناسم او د بشري مرستو په لاره کې خنډ وباله.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د کډوالو په اړه د کابل او اسلام اباد د خبرو په اړه وویل: هغه به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان کډوالو په اړه به د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

راتوت د کاسا ۱۰۰۰ سیمه ییزې پروژې د پیل په اړه د سرپرست دولت هڅې وستایلې زیاته یې کړه: افغانستان کې د پانګونې ملاتړ کوي او په افغانستان کې د بانکي خنډونو د لرې کولو او د اقتصادي پراختیا په موخه له افغان ګوندونو او نړیوالې ټولنې سره خبرو ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د یوناما د بشري چارو مرستیال په دوحه کې راتلونکې غونډې ته په اشارې سره وویل: د دې غونډې له لارې به د اسلامي امارت لاسته راوړنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.

مولوي عبدالکبیر هم په دې غونډه کې وویل: د پیام د وچکالۍ او د فقر او لوږې د میراث له امله چې اسلامي امارت ته پاتې شوی، افغانان د بشري، انکشافي او ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

د دولت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو شړل د مرستو رسولو بهیر او بشري وضعیت ته زیان رسوي او ټینګار یې وکړ چې له کډوالو باید سیاسي استفاده ونه شي.

عبدالکبير څرګنده کړه، چې اوس په افغانستان کې امنيت ټينګ شوى، فساد او د نشه يي توکو کښت، توليد او قاچاق له منځه تللى، جبر ختم شوى او د پانګونې لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .