AP ۱۴۰۳ وری ۷ ۱۵:۱۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85427897
T T
۰ Persons
سعودي عربستان سږ کال افغانستان ته د ۳۰ زره حجاجو برخه ځانګړې کړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سږ کال د سعودي عربستان له لوري د افغانستان لپاره برخه ۳۰ زره تنه حاجیان اعلان کړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوی نور محمد ثاقب نن سه شنبې د وري ۷ مه کابل کې یوه خبری غونډه کې و ویل؛ سعودی عربستان سږ کال د افغانستان د حاجیانو لپاره د ۳۰ زره تنو برخه ځانګړې کړې، چې د سرپرست دولت له لوري په شفافه او عادلانه ډول د هېواد په بېلابېلو برخو کې د حج غوښتونکو ته وېشل شوې ده.

د ایرنا د خبر له مخط تېر کال د حج او اوقاف وزارت په افغانستان کې د ۳۰ زره کسانو برخه اعلان کړې وه، چې د هر سني حاجي ټول لګښت ۴۱۳۰ ډالره و، چې معادل ۳۷۱ زره افغانۍ کېږي او د هر شیعه حاجي لپاره ۴۱۸۰ ډالره معادل ټاکل شوي وو. ۳۷۶ زره ۲۰۰ افغانۍ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .