په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن سه شنبې د وري ۷مه وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولايت د سرخرود ولسوالۍ په چهارباغ صفايي سيمه کې د وسله والو غلو يوه ۱۸ کسیزه ډله نيولې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي: دغو غلو د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په استفادې د تلاشۍ په پلمه د خلکو کورونو ته ننوتل.
د ښاغلي زابلي په خبره، دغو غلو په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي ارګانونو ته ولېږل شي.
د ایرنا د خبر له مخې په افغانستان کې د سرپرست دولت د رامنځ ته کېدو په دوهمه نیمایي کېې د تېر کال په پرتله په جنایي پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د پیغام پای/
Your Comment