AP ۱۴۰۳ وری ۷ ۱۰:۵۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85427628
T T
۰ Persons

ننګرهار کې د غلو ۱۸ کسیزې ډلې نیول شوې

AP ۱۴۰۳ وری ۷ ۱۰:۵۲
News ID: 85427628
ننګرهار کې د غلو ۱۸ کسیزې ډلې نیول شوې

ننګرهار- ایرنا- دننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند په دغه ولايت کې د وسله والو غلو د يوې ١٨ کسیزې ډلې د نيولو خبر ورکړی دی.

په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن سه شنبې د وري ۷مه وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولايت د سرخرود ولسوالۍ په چهارباغ صفايي سيمه کې د وسله والو غلو يوه ۱۸ کسیزه ډله نيولې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي: دغو غلو د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په استفادې د تلاشۍ  په پلمه د خلکو کورونو ته ننوتل.

د ښاغلي زابلي په خبره، دغو غلو په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي ارګانونو ته ولېږل شي.

د ایرنا د خبر له مخې په افغانستان کې د سرپرست دولت د رامنځ ته کېدو په دوهمه نیمایي کېې د تېر کال په پرتله په جنایي پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .