کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره ؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو نن دوشنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هېواد د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې او حفاظت په برخه کې جدي پاملرنه کېږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دوو کلونو کې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسوولينو له خوا ٢١٥ تاريخي اثار کشف او د دغه ولايت موزيم ته وسپارل شول او د تاريخي ابداتو د ساتنې څه باندې ٣٠٠ نور اثار هم د کلتور مینه والو لخوا دې میوزیم ته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د هرات موزیم او ارشیف د دغه ولایت په اخترالدین کلا کې له سل کلن دود سره موقعیت لري چې په هغه وخت کې د عجب خانې په نوم هم یادېده.
د پیغام پای/
Your Comment