ایران ۴۰ کاله له افغان کډوالو ښه کوربتوب وکړ/ څه موده نور هم دغه کوربتوب غواړو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند د ایران اسلامي جمهوریت له لوري د افغان کډوالو کوربتوب په نېکۍ یاد کړ وېې ویل: موږ د څه نورې مودې لپاره د دغه مسلمان ګاونډي څخه د کوربتوب غوښتونکي یو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مولوي عبدالمطلب حقاني نن دوشنبې د وري ۶ مه له ایرنا خبري آژانس سره په خبرو کې و ویل: افغانستان او اسلامي جمهوري ایران پر دیپلوماتیکو او نړیوالو اصولو سربېره ګڼ دیني او فرهنګي مشترکات لري او دغه دوه مسلمان هېوادونه له همدې امله پر یو بل د ګاونډیتوب حقوق هم لري.

حقاني په دې څرګندونې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو ۴۰ کلونو کې په ښه توګه د افغان کډوالو کوربتوب کړی دی و ویل: موږ د ایران له اسلامي جمهوریت څخه غواړو چې د یو څه نور وخت لپاره هم افغان کډوال وزغمي، د کډوالو پر وړاندې له صبر او نرم چلند نه کار واخلي تر څو د هغوی د بېرته راستنېدو لپاره زمینه برابره او هېواد ته راستانه شي.

د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند ټینګا وکړ: یو ځل بیا د ایران اسلامي جمهوریت څخه مننه کوو چې د افغان کډوالو یې ښه کوربتوب کړی دی او بیا هم ترې غواړو چې له کډوالو سره نرم چلند وکړي.

په تېر کال کې له ۱.۵ میلیون څخه زیات کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند تېر کال د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه وويل: د ١٣٩٢ لمريز کال د وري له مياشتې ١٤٠٢ کال تر کب میاشتې پورې څه باندې يو نيم ميليون افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان څخه هېواد ته راغلي دي.

ښاغلي حقاني څرګنده کړه چې د یو نیم لک راستنو شویو کډوالو له  ډلې ۸۰۰ زره یې د ایران اسلامي جمهوریت او له ۷۰۰ زرو څخه زیات له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا په مشرۍ د ناټو د یرغل له امله په څه دپاسه څلور لسیزو جګړو او جهادونو کې په میلیونونو افغانان د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان ته کډوال شول او په زرګونو نور غربي هیوادونو ته.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .