حنفي: موږ د پانګوالو او اصنافو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کار کوو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال وايي، د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو او کاري ټولنو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت ارګ نن دوشنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د هېواد د صرافانو ټولنې له مشر او غړو سره د سرپرست دولت د اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کتنې خبر ورکړی دی.

ګډونوالو د اقتصادي وضعیت په اړه د هېواد ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د صرافانو او پانګوالو ته د ژوند او مالي امنیت د تامین په اړه معلومات ورکړل.

دوی زیاته کړه، د هېواد صرافان د یوه ګوند په توګه د سوداګرۍ، پانګونې او د پیسو د لېږد په برخو کې اغېزمن رول لوبوي او د هېوادوالو لپاره اسانتیاوې برابروي.

د صرافانو ټولنې غړو په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه، له سرپرست دولت څخه وغوښتل چې د مالیاتو د ورکړې د اسانه کولو ترڅنګ په ځینو برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي. 

په ورته وخت کې د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: اسلامي امارت ژمن دی چې د ټولو سوداګرو، پانګوالو او اصنافو لپاره لازم خدمات وړاندې کړي و وویل: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي د ټولو پانګوالو او صنعت کارانو لپاره په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د ریاست الوزار ازوبیک توکمه اداري مرستيال د هېواد له صرافانو وغوښتل چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .