کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ که څه هم د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي کریم امین ځینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو ګلبدین حکمتیار اړ کړی، چې خپل کور او کار ځای پرېږدي او بل ځای ته ولاړ شي، خو د حکمتیار زوی د هغه خبرې رد کړې.
د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی وايي چې د حکمتیار د استوګنې ځای نه دی محاصره شوی.
حبیب الرحمن حکمتیار په اېکس پاڼه لیکلي، دوی په کابل کې خپل د اوسېدو ځای بدلوي او په دې اړه له څو میاشتو راهیسې له چارواکو سره خبرې روانې دي.
تر دې وړاندې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ښاغلي حکمتیار کور تخلیه کړی او بل ځای ته یې انتقال کړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment