د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې «نیواکګر ځواکونو څو کورنۍ په بشپړ ډول وژلې او اور یې ورته کړی، هغوی په څو مېرمنو تېری وکړ او وروسته یې هغوی هم و وژلې» دا د هغو جملو یوه برخه ده چې د غزې تراډې په الشفا روغتیایي کمپلیکس کې کلابندې «جمیلې الهسی» الجزیرې شبکې ته کړې دي.
الشفا روغتیايي کمپلیکس له څو ورځو راهیسې د اسرائیلي پوځ تر بشپړې کلابندۍ لاندې دی او د عیني شاهدانو په وینا، اسرائیلي پوځیان په هر هغه چا ډزې کوي چې د روغتون شاوخوا ګرځي.
د پیغام پای/
Your Comment