AP ۱۴۰۳ وری ۵ ۱۰:۵۶
Journalist ID: 5513
News ID: 85425746
T T
۰ Persons
بهرني سیلانیان باید په داډه زړه افغانستان ته سفر وکړي

کابل- ایرنا- ۱۷ تایلینډي سیلانیانو د لرغونو سیمو او طبیعي ځایونو د لیدو لپاره پروان ولایت ته سفر وکړ او له نورو بهرنیو سیلانیانو یې وغوښتل چې افغانستان ته په خوندي توګه سفر وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ باختر خبري اژانس نن يکشنبې د وري ۵ مه، د يو راپور په خپرولو سره په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان منظرو او طبيعي جاذبو ته د بهرنيو سيلانيانو د زياتوالي خبر ورکړی دی.

تایلینډي سیلانیانو، چې د سټوپا له لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه، په افغانستان کې له چمتو شوي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او له نورو بهرنیو سیلانیانو یې وغوښتل، چې افغانستان ته په خوندي توګه سفر وکړي.

پرون د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم ویلي وو چې په افغانستان کې له کلونو ناامنیو او جګړو وروسته د مرکزي حکومت په مشرۍ بشپړ امنیت ټینګ شوی او د ګرځندوی لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

خیرخواه زیاته کړه: د افغان سیاحت او میلمه پالنې په برخه کې د اسلامي امارت ژمنې بهرني سیلانیان راجلب کړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .