حنفي:سیمه ییز چارواکي دې د ټولنیزې سوکالتیا لپاره هڅې وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال وايي،  سیمه ییز چارواکي باید د امنیت د تامین او ټولنیزې هوساینې د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن یکشنبې د وري ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د غور له والي مولوي احمدشاه دین دوست سره د سرپرست دولت د اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر وکړی دی.

د غور ولايت والي ملا احمدشاه د دغه ولايت د ټولنيزو، اقتصادي او امنيتي وضعيت د ښه والي تر څنګ د خپلو فعاليتونو او دندو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي تل هڅه کوي چې د امنیت په تامین او ښاریانو ته لازم خدمات وړاندې کړي او د خلکو د ستونزو په هواري کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

د غور والي هم په ټولو برخو کې د دولت نه پاملرنې ته په اشارې سره د ترانسپورتي سړکونو د ترمیم او رغولو، د ښوونځیو د جوړولو، د پرمختیايي پروژو پلي کولو او په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه. 

د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د امنیت تامین، ټولنیز هوساینه او د ښاریانو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې د سیمه ییزو چارواکو لپاره لازمه ده چې لا زیاتې هڅې وکړي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .