کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن یکشنبې د وري ۵ مه یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي: په دې ناسته کې د هېواد او سیمې پر حالاتو، وروستیو پرمختګونو او له نړۍ سره د اړیکو په اړه خبرې وشوې او له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو له ارزونې وروسته په دې برخه کې په ځانګړې توکه د پرمختګونو په برخه کې خپل نظریات شریک کړل.
د سياسي کمېسيون غړو له ګاونډيو هېوادونو سره د رغنده اړيکو يادونه وکړه او ويې ويل، چې افغان حکومت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو غوښتونکى دى، خو هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې پر خپله خاوره تېرى وکړي او ملي حاکميت تر پښو لاندې کړي.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسی کمېسیون غړیو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان پوځ د تېر کال په وروستیو کې پر افغان خاوره هوایی بریدونه کړی وو.
د پیغام پای/
Your Comment