AP ۱۴۰۳ وری ۴ ۱۴:۴۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85425320
T T
۰ Persons
د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ د بهرنۍ سرچینې پر وړاندې ګډ عمل وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی او کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست وايي، د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ د بهرنۍ سرچینې پر وړاندې ګډ عمل وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي نن شنبې د وري ۴ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د مسکو په کرکوس کې د تېرې شپې ترهګریز برید د ژورې خواشینۍ او جدي اندېښنې وړ دی.

ښاغلي قمي لیکلي: د سیمې هېوادونو ته پکار ده چې د ګډو امنیتي اندیښنو، یعنی د «بهرني اصل د تروریزم» په وړاندې د یو بل په وړتیاوو باندې په تکیه کولو سره په متحدانه توګه عمل وکړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د چین سفیر جاوې شینګ هم په همدې تړاو نن شنبې د وري ۴ کمه په اېکس پاڼه لیکلي: زه په مسکو کې د تروریستي برید له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم او د دغه جنایتکارانه عمل په کلکه غندم. ترهګر او د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم.

ښاغلي شي جينګ ليکلي: چين د خپل ملي امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د روسيې د حکومت له هڅو ملاتړ کوي.

د ایرنا د خبر له مخې په ماسکو کې د کرکوس د کنسرت په تالار کې تیره شپه د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترهه ګره برید کې  ۴۰ کسان مړه او ۱۰۰ نور ژوبل شول.

د داعش ډلې پورې تړلو پنځو تنو چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، د کروکوس ښارګوټي پر تالار برید وکړ او په اتوماتیک ډول یې ډزې وکړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .