کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت مسوولینو نن شنبې د وري ۴ مه د تېر لمریز کال لاسته راوړنې خپرې کړې او اعلان یې وکړ چې د ۴۹ کاله دمخه فارغانو پایلې په بریښنایی او الکترونکي سستم کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼې زياته کړې: په ١٤٠٢ کال کې د ټول هېواد په کچه څه ناڅه ١.٢ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته شامل شول او سږ کال به نور هم په ښوونځيو کې شامل شي او دغه راز په ټوليزه توګه ٩٣ ښوونځي جوړ شوي چې ٥٠ ښوونځي له لومړنيو څخه تر منځني او ٤٧ ښوونځي له منځني څخه تر لېسې پورې لوړه شوه.
د پوهنې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، تېر کال د چټکو زده کړو ۷۵۰ فصلونه، د سیمه ییزو ټولګیو ۶ زره ۵۵۹ فصلونه او د سواد زده کړې یو کلن کورسونه ۹ زره ۷۵۰ فصلونه جوړ او فعال شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د پوهنې وزارت د ګودامونو لپاره د الکترونیکي سیستم بشپړول، د څه باندې ۸ زره ښوونکو لپاره د دوه کلنو درسي فرصتونو رامنځته کول، د ۱۹ ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري موادو او تدریسي مرستو استول، په دې برخه کې هڅې روانې دي. د ۷۰۰ ښوونځیو د څپرکيو پروژه چې موخه یې د لمریز سیسټم په مرسته د لپ ټاپ کمپیوټرونو او درسي موادو سمبالول دي، د دې وزارت د نورو لاسته راوړنو په توګه بلل کېږي.
د سرپرست دولت د پوهنې وزارت چارواکي وايي، په تحصیلي اسنادو کې د جعل د مخنیوي او د هغوی د خوندیتوب په موخه یې له ۱۳۵۴ کال راهیسې د ټولو فارغانو پایلې په الکترونیکي او سیستم کې ثبت کړي دي. او ۳۶۲ فارغانو ته سندونه هم و ویشل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټولیز ډول د کلیوالي ښوونځیو ۵۴۲۲ بابونه جوړ شوي او ۳۰۰ خصوصي ښوونځیو ته هم د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
د پوهنې په برخه کې د ۵۱ زرو کسانو ګومارل، د ۶۵۰ ښوونځیو ترمیم او د ۱۵۰۰ ښوونځیو ترمیم د دغه وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
خبرځاى زياته کړه: تيرکال هم د معارف ٥٥٦٠٦ جريبهځمکه د غاصبينو له منګولو څخه بيرته ترلاسه شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment