په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت د چهارشنبې په ورځ خبرپاڼه کې ویلي چې د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ایټالیا له سفیرې ناتالیا کوینتاویل او په افغانستان کې د ایټالیا له ځانګړي استازي ګوینفرانکو سره وکتل.
د ايټاليا سفيرې آغلې ناتاليا کوينتاويل په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت او د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه چې دې هېواد ته يې د خپل سفر په ترڅ کې ليدلي، خوښي څرګنده کړه.
هغې افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو دوام ته په اشارې سره وويل: ايټاليا په افغانستان کې د پروژو پلي کول غواړي او د روغتيا، اوبو او روغتيا ساتنې او دوه اړخيزو اړيکو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.
د ریاست الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وويل: د افغانستان اسلامي امارت له اروپايي هيوادونو او د نړۍ له نورو هيوادونو سره د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ ښې اړيکې غواړي او په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي.
د حکومت اداري مرستیال څرګنده کړه: په افغانستان کې د ټولیز امنیت تامین، د نشه یي توکو له منځه وړل او د اداري فساد له منځه وړل د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي او هېڅ شخص او هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد د امنیت پر ضد وکاروي.
د پیغام پای/
Your Comment